مرسته او ملاتړ

رسمي لاسوندنه د اوبونټو ډېرو ټوليزو برخو په اړه غږېږي. دا پرليکه او په لنګر ځای کښې د مرستې انځورن له لارې د لاسرسي وړ ده.

پر Ask Ubuntu باندې تاسې پوښتنې کولای شئ او د مخکې نه ځواب شويو پوښتنو یوه غټه ټولګه پلټلی هم شئ. ستاسې په ژبه مرسته ښايي چې ستاسې ځايي ټولنې ډله وړاندې کړي.

نور کار وړ سرچينو ته لاسرسي لپاره، مهرباني وکړئ، ټولنې ملاتړ یا سوداګريز ملاتړ ته لاړ شئ.